انصار: ( د چنګاښ ۳۱مه)، په کابل کې د روسیې سفیر، دیمیتر ژیرنوف په مسکو کې د ممنوعه سازمانونو له لیست څخه د «طالبانو» د نوم د ایستلو لپاره د دغه هېواد د هڅو د دوام خبره کړې او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو نږدې ټول کښت له منځه وړل شوی دی.
ښاغلي ژیرنوف له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې روسیې ته د طالب حکومت د چارواکو سفرونو ته په اشارې ویلي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو تر څنګ له «طالبانو» سره د دغه هېواد سوداګریزې اړیکې مخ پر پراخېدو دي.
هغه د روسيې د ممنوعه سازمانونو له لېست څخه د «طالبانو» د نوم د ايستلو لپاره د دغه هېواد د هڅو په توجيه کې ویلي چې مسکو په دې کار کې خپلې ګټې لټوي.
په کابل کې د روسیې سفیر ادعا کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو نږدې ټول کښت له منځه وړل شوی دی.
تاس خبري اژانس د سفیر له قوله خبر ورکړی چې روسیې او د طالبانو حکومت د لویدیځ له بندیزونو سره په مبارزه کې د متقابلو حسابونو په تصفیه کې ډالر پریښي او افغانیو ته ګرځېدلي.
د هغه په وينا، روسيه او افغانستان تر ناقانونه يو اړخيز بنديزونو لاندې دي او د ډالر اسعارو پرېښودل يو له مهمو ټاکنو دي. که څه هم افغانستان تر اوسه د خپلو اسعارو په بدلولو کار ته اړتیا لري.
په کابل کې د روسیې سفیر همداراز د افغانستان پر امنیتي وضعیت خوښي ښوولې او ادعا یې کړې، امنیتي وضعیت د بدلون په حال کې دی. داعش د «طالبانو» دښمن دی او دوی (طالبان) یې له منځه وړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/32598